دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 266286
په کابل ښار کې ۱۵ پرمختیايي پروژې تر کار لاندې دي
کابل ښاروالۍ وايي، چې د روان کال له پيله يې په کابل ښار کې د ١٨١ لويو او وړو پراختيايي پروژو د ترسره کولو ژمنه کړې، چې ډېرى يې بشپړ شوي او دا مهال په پلازمينه کې تر ١٥ زياتې پروژې تر کار لاندې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: کابل ښاروالۍ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۸۱ پراختیایی پروژې ترسره کړی چې ډیری یې بشپړې شوی دی.
 
بارکزي زیاته کړه، چې دا مهال په کابل کې تر ۱۵ ډېرې لویې او وړې پرمختیايي پروژې روانې دي
 
بارکزي که څه هم د راتلونکي کال د بشپړو شويو پروژو او پلانونو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې په راتلونکو ورځو کې به د يوې خبري ناستې پر مهال د ١٤٠٢ کال د خپلو پلانونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
 
بارکزۍ په داسې حال کې د ۱۸۱ پروژو د عملي کېدو خبر ورکوي، چې واشنګټن پوسټ په تېرو څو ورځو کې ویلي، چې کابل ښاروالۍ له ډېرو کمو اسانتیاوو سره د ښار په څېره بدله کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې که څه هم کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې ګڼې پرمختيايي پروژې تر سره کړي، خو د پلازمېنې په ښار کې ډېری پلورونکي د دې ادارې له لوري د جوړو شويو پلورنځيو د کرايې له لوړوالي شکايت کوي.
 
https://avapress.com/vdcfcvd0vw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته