دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 265907
په کابل کې د اسلام اباد د لوړ پوړي پلاوي سره خبرې/ ملا برادر: سوداګریز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو څخه جلا شي!
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون چهارشنبه د کب ۳ مه کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ له لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې د سولې په پراختیا، له پاکستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باندي ټینګار وکړ او وویل چې سوداګريز او اقتصادي مسايل بايد له سياسي او امنيتي مسايلو جلا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن چهارشنبه د کب ۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان د دفاع د وزیر په مشرۍ له یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سره چې نن کابل ته راغلی و، وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییزو اړیکو او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
 
نوموړي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دا ډول اړیکې یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې.
 
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، سوداګریز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا شي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال له پاکستانه وغوښتل چې په هغه هېواد کې افغان بنديان خوشې کړي.
 
له بلې خوا پاکستاني پلاوي د دغو ستونزو په حل کې اسلامي امارت ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اړوند وزارتونه او ټاکل شوې کمېټه به په دې برخه کې چټک کار وکړي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې په ورځ (دلوې ۳۰) د پاکستان د ژمنو د نه پلي کیدو له امله د تورخم دروازه چې د مسافرو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د انتقال لویه لار ده، وتړله.
 
ځايي اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د تورخم پولې ته څېرمه د نښتې خبر ورکړ، خو د اسلامي امارت چارواکو هر ډول وسله واله نښته رد کړه او ویې ویل چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
 
له بلې خوا د مونیخ په امنیتي غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ وینا او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د اندېښنې څرګندول د اختلاف لامل شوي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه غبرګون ښودلی دی. دغه وزارت د پاکستان د اندېښنو د ردولو په ترڅ کې له دغه هېواده غوښتي، چې په نړیوالو غونډو نه، بلکي مسایل او ستونزې مخامخ مطرح کړي.
https://avapress.com/vdce7n8wfjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته