دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 265534
د کندهار ښاریان: د دلوې ۲۶ مه پر باطل د حق د بریا ورځ ده
له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو په مناسبت د کندهار ښاریان وايي، چې حق تل پر باطل بریالی کېږي او افغانانو دا خبره څو ځلې د نړۍ زبرځواکونو ته په ماتې ورکولو سره ثابته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: نن چهارشنبه (دلوې ۲۶) له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو له کلیزې سره سمون خوري، د کندهار اوسېدونکی حشمت الله خان افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د دلوې ۲۶مه  پر باطل د حق د بري ورځ ده او افغانستان دا خبره د پخواني شوروي زبرځواک په ماتولو سره ثابته کړه.
 
هغه زیاته کړه، کله چې د شوروي ځواکونه پر افغانستان یرغل وکړ، خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې بالاخره د افغانستان د مسلمانو خلکو د جهاد او مقاومت په پایله کې دغو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو.
 
ده له ځوانانو هم وغوښتل چې د خپل هېواد په تاريخ پوه شي او دغه مهمې ورځې وپېژني او ولمانځي، له هغو ورځو ډډه وکړي چې زموږ کلتور او دین کې نه وي.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي نورآغا له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو د کليزې مبارکي وويله او افغان غږ خبری آژانس ته يې وويل: نن هغه ورځ ده چې د افغانستان خلک د شوروي يرغلګر پوځ ته ماتې ورکړه او خپلې پاکې وينې يې تويې کړې.
 
هغه وايي، ډېر خوښ دی، چې په خپل هېواد کې دا ورځ په پوره ازادۍ سره لمانځي.
 
هغه زیاته کړه، له بده مرغه پر افغانستان څو ځله بهرنیانو یرغل کړی، د افغانستان خلک شهیدان شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړي او ډېری یې بې کوره او کډوال شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، افغانان باید نور هیچاته اجازه ورنه کړي چې په هیڅ پلمه د افغانستان پر خاوره تېری وکړي او دغه ترخې پېښې بیا تکرار کړي.
 
https://avapress.com/vdcaemnuy49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته