دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 265059
په کابل ښار کې د ښاري کلتور د ودې پروګرام ترسره شو
د کابل ښاروالۍ ریاست د ښاري کلتور د دودولو او د ښاري اسانتیاوو د ساتنې په موخه یو پروګرام په لاره اچولی و، چې په ترڅ کې یې له ښاریانو وغوښتل شول، چې د ښار د ښکلا او پاکوالي په موخه د ښاروالۍ قوانین مراعات کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د ښاري پراختیا او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه یو پروګرام جوړ کړ.
 
د کابل ښاروالۍ د عامه اړیکو رئیس وصی الله زاهد وویل: "زموږ لپاره مهمه خبره دا ده چې خلکو ته خبر ورکړو چې خپل ذهنونه د ښار پاکوالي ته چمتو کړي، ترڅو وکولای شي په خپل مسئولیت کې سمه ونډه واخلي. "
 
د دیارلسمې ناحیې د وکیلانو شورا مشر محمد طاهر خلیلي وویل: موږ باید په ښار کې د ښاري کلتور د دودولو په برخه کې پوره هڅه وکړو.
 
چارواکي د دغه پروګرام د ترسره کېدو موخه له دې ادارې سره د کابل ښاریانو همکاري ګڼي.
 
په ورته وخت کې د پلازمېنې اوسېدونکي د ښاروالۍ د ښو کړنو ستاینه کوي او د دې ادارې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کوي.
 
د غونډې ګډونوال غلام علي وویل: کابل ښاروالۍ د افغانستان خلکو ته ۷۰ سلنه هیله ورکړې چې افغانان په خپلو پښو ودریږي او د اسلامي امارت څوارلس وزارتونه هم له دې څخه ښه بیلګه کیدای شي.
 
بل خوا د ښاروالۍ یو شمېر کارکوونکو له ښاریانو وغوښتل چې له دوی سره همکاري وکړي.
 
د ښاروالۍ یو کارکوونکی محمد ثابت وویل: موږ له خلکو غواړو چې د کثافاتو په راټولولو کې له موږ سره همکاري وکړي.
 
د ښاروالۍ یو کارمند نعمت الله وویل: له خلکو مو غوښتنه دا ده چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او کثافات په ټاکلي ځای کې وغورځوي.
 
په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ له وروستیو کړنو خوښي څرګندوي او وايي چې دغې ادارې په کابل ښار کې د پروژو په پلي کولو کې جدي هڅې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdccppqio2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته