دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 258615
پانګوال په افغانستان کې د کور جوړونې په سکتور کې لېوالتیا لري
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له کورنیو پانګوالو سره په کتنه کې په هېواد کې د کور جوړونې له سکتور سره خپله لېوالتیا اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (سنبلي ۲۳) د اسلامي امارت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې مولوي حمدالله نعماني؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له کورنیو پانګوالو سره په کتنه کې په هېواد کې د کور جوړولو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا په اړه معلومات ورکړل.
 
په دې کتنه کې پانګوالو د خپلو فعالیتونو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دوی د دغه وزارت په پروژو کې پانګونې ته چمتو دي.
 
مولوي حمدالله نعماني؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست هم د هغو پانګوالو په ملاتړ ټینګار وکړ چې د دغه وزارت د کور جوړونې او ساختماني پروژو په برخه کې پانګونه کوي.
 
نوموړي همدا راز وویل، چې وزارت له ټولو ملي او نړیوالو سوداګرو او پانګوالو څخه چې غواړي د وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي، هرکلی کوي.
 
هغه وویل، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت به د دغه وزارت په پروژو کې ټولو پانګوالو ته د چاپېریال برابرولو او هغوی ته لازم امنیت او اسانتیاوې برابرې کړي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د کور جوړونې ګڼې پروژې پانګونې ته چمتو دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله زیاتره وړې او لویې ساختماني پروژې بندې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdccs4qip2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته