دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 254741
په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې هڅې ګړندۍ شوې دي
په افغانستان کې د وروستیو زلزلو تلفاتو په زیاتیدو سره د نړیوالو بشري مرستو او مالي مرستو ژمنې دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره پرون جمعه بیا هم د بسپنې ژمنې وشوې او د څو هېوادونو بشري مرستې افغانستان ته ورسېدې.
 
د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.
 
بل خوا د متحده عربي اماراتو خبري آژانس راپور ورکړ، چې دې هېواد ۳۰ ټنه د مرستې مواد چې خواړه او نور د اړتیا وړ مواد په کې بار وو، پرون افغانستان ته ولېږل.
 
د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.
 
په عین حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي په بشري مرستو بار د ایران درېیمه الوتکه چې خواړه، درمل او جامې په کې دي، پرون د خوست هوايي ډګر ته ورسېدله.
 
همداراز باختر دولتي آژانس راپور ورکړی، چې له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې.
 
باختر خبر ورکړی، چې په دې موادو کې خیمې، کمپلې، درمل او نور شیان شامل دي.
 
د یوه بل خبر له مخې د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرې لیزټرُس پرون له افغانستان سره د ۲،۵ میلیون پونډو بېړنۍ مرسته اعلان کړه.
 
له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې.
 
همداراز ټایوان د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د یو میلیون ډالرو، مرسته اعلان کړې.
 
افغانستان ته دا مرستې داسې مهال رارسېږي چې د طالبانو چارواکي وايي، په دې زلزله کې لږترلږه ۱۱۵۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي، چې د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.
 
په افغانستان کې د یونیسیف استازي محمد ایو یا ویلي، په دې سخته زلزله کې همداراز نږدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.
 
په عین حال کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د لومړنیو طبي مرستو یو مرکز پرانیستی.
 
دې خیریه غیرحکومتي ټولنې پر ټویټر لیکلي دي، چې دې سیار کلینیک د زلزلې اصلي مرکز ته تر ټولو نږدې ساحه کې په کار پیل کړی او اوه ورځې د اونۍ به شپه او ورځ پرانیستی وي.
 
د چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و.
 
دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.
 
د دې زلزلې ټکانونو پرون جمعه د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې یوځل بیا پنځه کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپان کړل.
 
https://avapress.com/vdci55arzt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته