دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 254019
په سرپل کې وچکالۍ؛ د 50٪ پسونو لپاره کافي څړځایونه شتون نلري
د سرپل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس وايي، چې د وچکالۍ له امله تر ٥٠ سلنه زيات څاروي په ځانګړې توګه پسونه د واښو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: سرپل د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د دغه ولایت ډېری خلک د مالدارۍ او کرنې په برخه کې خپل ژوند او معیشت تېروي، نو د وچکالۍ په صورت کې له خوراکي توکو سره مخ کېږي.
 
مولوي عبدالقادر وحدت؛ د سرپل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې تر ٥٠ زيات څاروي په ځانګړې توګه پسونه د اړتيا وړ واښه نه لري.
 
هغه زياته کړه: "د پسرلني اورښتونو کمښت او وچکالي د دغه ولايت د ټولو مالدارانو لپاره له ستونزو سره مخ کړي دي."
 
په همدې حال کې ابراهیم افضلي؛ د سرپل ولسوالۍ د سوزمه کلا ولسوالۍ یوه مالدار وویل، پسونه د خوراک له کمښت سره مخ دي او هغه غواړي هغه پسونه چې یوازې له خپلو میندو څخه جلا شوي دي شنو سیمو ته انتقال کړي، څو د وزن له لاسه ورکولو مخه ونیسي.
 
تر څنګ یې بلال شیرجاني؛ د سرپل ښار اوسیدونکي او د دې سيمې يو شپون هم وايي: د دې وضعيت په شتون سره به د دغه ولايت د څارويو په پالونکو باندې سخت ګوزارونه وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې ٨٠ سلنه مالداران د خوراکي او واښو له کمښت سره مخ دي، چې د يوې ادارې په همکارۍ يې پر ٣زره مالدارانو وېشلې دي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست هڅه کوي، چې د مالدارۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال د هېواد زياتره ولايتونه د پسرلي په لومړيو کې د وچکالۍ او بې وخته سېلابونو او طوفانونو سره مخ شوي، چې ډېرى يې کروندګر او مالداران په ځانګړې توګه د شمالي ولايتونو خلک زيانمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgqt9xyak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته