دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 253617
روسیه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله ده
د روسیې د اسیا د کانونو د ډلې چارواکو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړي چې د هېواد په سیاسي چارو کې د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې وکتلي.
مولوی عبدالکبیر د روسیې د اسیا د کانونو د ډلې له چارواکو اسماعیلوف، هاشم بیک کور مانوف او نصب بیک رسول سره چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لری، وکتل.

په دې کتنه کې د اسیا د کانونو د ډلې مسوولینو د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او له کورنیو سرچینو او لاسته راوړنو څخه یې د دغه هېواد پر پراختیا ټینګار وکړ.

مولوي عبدالکبیر د روسیې د پانګوالو د دغې ډلې له علاقې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د اسلامي امارت غیږه د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر مخ خلاصه ده.

د دوی امنیت، خوندیتوب تضمینوي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

باید یادونه وشي چې د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه ډېره کمه شوه او ډېری پانګوال د ناڅرګندې راتلونکې له امله د افغانستان څخه ووتل.
 
https://avapress.com/vdcjvte8auqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته