د مولانا سمیع الحق په مشری د دارالعلوم حقانیه مدرسې چارواکي وایي، تر هغه چې په بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري له طالبانو سره د سولې لپاره د مذاکراتو پیل به ناشونې وي.
د رالعلولم حقانیه یوه ویاند مولانا یوسف شاه ځایي رسنیو ته ویلي، چې له افغانستان سره د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به په دغه هېواد سوله او ثبات ټینګ شي.
نومړی ادعا وکړه، چې افغان ولسمشر او په پاکستان کې د افغان حکومت سفیر هڅې کوي ترڅو د افغان سولې په بهیر کې او له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مولانا سمیع الحق ملاتړ ترلاسه کړي.
خو هغه زیاته کړه، چې مولانا سمیع الحق په مشری د جمعیت علمای اسلام سمیع ګوند په دې بارو دی چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سولې مذاکراتو پیل ناشونې ده ځکه افغانان د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.
مولانا شاه دا ادعا هم وکړه چې دا مهال د ځینو ولسوالیو او ولایتونو مرکزونه د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دی او د هېواد په پاتې سیمو کې طالبان فعالیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت علمای اسلام سمیع ګوند تیره میاشت وویل چې د یاد ګوند مشر مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپل چمتووالی ښوولی دی.
مولانا سمیع الحق له افغان سفیر سره د کتنې پر مهال ویلي وو، چې په افغانستان کې سوله او امنیت په روان شرایطو کې یوه مهم اړتیا او د سیمې لپاره اړین دی.