دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 125783
جوزجان والي: هغه کسان چې بېګناه خلک وژني، د اسلام له دایرې وتلي دي
یاد ولایت آقچه،مردیان،خانقاه قرقین او منگجک ولسوالیو اوسیدونکي او نورو لوړ پوړي چارواکي په ګډون راټول شوي په دې وروستیو ورځو کې یاد ولایت امنیتي ځواکونو ځيني سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړی وي د هغوی ستاینه وکړي.

د جوزجان والي وایي؛ هغوی چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې جګړه کوي او بې ګناه خلک وژني ؛ د اسلام له کړۍ بهر دي.

لطف الله عزیزي وايي دغه شان کسانو وژل واجب دي.

نوموړي د امنیتي ځواکونو د ستاینې په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې ترهګرو سره له همکارۍ دې لاس واخلي او امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي.

یاد ولایت آقچه،مردیان،خانقاه قرقین او منگجک ولسوالیو اوسیدونکي او نورو لوړ پوړي چارواکي په ګډون راټول شوي په دې وروستیو ورځو کې یاد ولایت امنیتي ځواکونو ځيني سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړی وي د هغوی ستاینه وکړي.

په دې غونډه کې د جوزجان والي وویل هغه کسان چې بېګناه خلک وژني، د اسلام له دایرې وتلي دي او وژل يي واجب دي.

یاد ولایت والي لطف الله عزیزي وايي، ترهګرد د بیګنا کسانو قاتلان دي، نوموړی دغه ولایت اوسیدونکو څخه غواړي د ترهګرو سره مرسته او همکاري ونه کړي.

له بلې خوا د هیواد په شمال کې د امنیت ښه والي او امنیتي ځواکونو له کړنو خبرې کوي.

ملي دفاع وزارت د پوځ رییس ارکان جنرال عبدالله وویل چې هیواد اوسیدونکي، دیني عالمان،مدني فعالان له حکومت سره د ملاتړ اعلام کوي، ټينګارکوي چې د طالبانو پروړاندې جدي مبارزه وکړي.

ویل کیږي امنیتي چارواکو ګډ پلاوی چې جوزجان ولایت ته تللی وو، یاد ولایت کې امنیتي پوستو جوړول او هغه سیمې چې د طالبانو له ولکۍ وتلي دي د هغوی ساتلو په اړه جدي کړنې له لاس لاندې لري.

https://avapress.com/vdcbwsb8frhb5zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته