دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 125353
قاتل باید مجازاته سی
یو شمیر مدني فعالانو او د ښار اوسیدونکو د اعتراض په توګه کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شول او د دغه هیواد له چاواکو وغوښتل چې د ستایش قریشي د وژنې دوسیې ته باید سمه رسیدنه وکړي.

یو شمیر مدني فعالانو او د ښار اوسیدونکو د اعتراض په توګه کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شول او د دغه هیواد له چاواکو وغوښتل چې د ستایش قریشي د وژنې دوسیې ته باید سمه رسیدنه وکړي.

دغه اعتراض کوونکو تیره ورځ( چهار شنبه) د ایران له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مخې دې سخت مجازات شي.

مدني فعالانو دغه کړنه یې بشري جنایت وباله او دیوې برېکړه لیک په لوستلو سره د ایرن له حکومت څخه و غوښتل څو دغې دوسیې ته د نژاد او ملیت په نظر کې نیولو پرته؛ رسیدنه وکړي.

په ورته وخت کې د دغې پیښې په تړاو تیره سی شنبې په بامیان کې او پرون په هرات ولایت کې لسګونه مدني فعالانو جلا توګه راټول شوي و او د چټکې محکمې غوښتونکي شول.

ډیر ولولئ: په ایران کې دافغانستان سفارت مخې ته د اغلې قریشي په یاد شمعې بلول

راپورونه کاږي چې درې ورځې وړاندې( د دوشنبې ماښام) د ایران او افغانستان وګړو غوښتل چې د په ایران کې د افغانستان سفارت مخې ته د ستایش قریشي په یاد شمعې بلې کړي خو؛ د ایران امنیتي ځواکونه نوموړي دغه کار ته پرینښود.

ډېر ولولئ : په کابل کې دایران سفیر: د ستایش دوسیې ته جدي پاملرنه کیږي

در این مورد وزارت خارجه‌ی کشور گفته است: "مظنون قضیه‌ی ستایش بازداشت شده است و نهادهای مسوول در تهران تعهد کرده‌اند که بدون جانبداری به این پرونده رسیدگی می‌کنند."

د هیواد بهرنیو چارو وزارت ویلي: د ستایش د قضیې تورن نیول شوی او په تهران کې مسوول بنسټونه ژمنه کړې چې د پلویتوب پرته د دغې پیښې دوسیې ته رسیدنه کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې دایران سفیر، محمد رضار بهرامي ویلي: د قاتل او مقتول د هویت د پیژندلو پرته د قانون پرېکړه به جدي وي، کوښښ کوو چې په واقعي ډول سره دغه دوسیه وڅیړل شي.

ستایش قریشي تیره اونۍ( یک شنبې ورځ) د یوه ۱۷ کلن ایران هلک له خوا لومړی تښتول شوې او د جنسي تیري وروسته د تیزاب سره سوځول شوې وه.

د قریشي پلار، شیراقا قریشي ویلي چې د ده د لور د ورکیدو یوه ورځ وروسته؛ پولیس ده ته خبر ورکړ چې لور یې د یو ګاونډي هلک لومړی تښتول شوې او بیا وژل شوې ده.

نوموړي ته پولیس ویلي چې مظنون د ستایش د و ژلو وروسته؛ د خپلو ملګرو سره اړیکه نیولې څو ورسره د جسد په لیږدولو کې مرسته وکړي خو؛ ملګري یې په چټکۍ سره یې پولیسوته احوال ورکړی او بیا وروسته د پولیسو له لورې نیول شوی دی.

د ایران ځینې رسنیو کې راغلي چې مظنون سړی د ستایش د وژلو وړاندې پرې جنسي تیری کړی خو؛ د جلۍ پلار بیا وايي چې دی د عدلي طب پایلو ته په تمه دی.

دغه مو ضوع په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه د فیسبوک د کاروونکي له لورې هم ډير انعکاس موندلی او یو شمیر غبرګونونه راپارولي دي.

https://avapress.com/vdcenn8zxjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته