دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 255950
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مسئولینو د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او متشبثینو ته د زده کوونکو د هڅولو په موخه په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «رڼا» غیر دولتي پوهنتون د سوداګریزو ښوونیز نندارتون نن چهارشنبه (د سرطان ۲۹) د اسلامي امارت د مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د هېواد د کورنيو توليداتو څه باندې څلوېښت توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
عثمان ابراهیمي؛ د دغه پوهنتون استاد او د نندارتون یو تن تنظیموونکي وویل: متشبثین په اقتصادي وده کې مهم رول لري او په همدې موخه مو د اقتصادي حل لارې د پیدا کولو په موخه د محصلینو په مرسته د کورنیو تولیداتو نندارتون په لاره واچاوه.
 
هغه زیاته کړه: د اقتصادي ثبات یوازینۍ لار متشبثیت او د کوچنیو فابریکو جوړول دي، چې له دې لارې کولای شو لوی کاروبارونه پیل کړو.
 
د ښوونیز سوداګریز نندارتون تنظیموونکي زیاته کړه: د خپلو محصلینو په مرسته کولای شو د ځان بسیاینې او پرمختګ په لور ګامونه واخلو او په همدې موخه دغه نندارتون جوړ شو.
 
محمد طاهر خادم؛ د کابل ولايت د والي مرستيال د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وويل: په نړۍ کې تر ټولو غوره اسلامي نظام دى او د سړکونو او ښوونځيو رغول زموږ دنده ده.
 
هغه په ​​دې باندې په تاکید سره چې تاسو ډاکټر یا انجینر یاست، خو په اسلامي عقیده نه یاست، د هېواد لپاره ګټور نه یاست، وویل: پوهنتونونه د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
 
مولوي مفخر الله شهاب؛ دبهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: صنعت او تجارت امنيت ته اړتيا لري چې اوس رامنځته شوى دى او تجارت دهېواد لپاره ډير مهم او اړين دى .
 
دبهرنيو چارو وزارت معين زياته کړه: افغانستان غوره کانونه لري چې زده کوونکي يې بايد له فراغت وروسته دغه هيواد په نړۍ کې د اقتصاد له پلوه مشهور کړي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د ميليونونو ډالرو په لګولو سره د بنسټيزو تاسيساتو کار نه دى شوى او حتی د کابل ولايت هم په سمه توګه نه دى جوړ شوى.
 
ابراهيم زاهد ؛ د رڼا پوهنتون علمي مرستیال وویل: په هیواد کې د اسلامي حکومت په رامنځته کیدو سره د اقتصادي تولیداتو د ودې زمینه برابره شوي.
 
د ده په خبره، که د افغانانو جهاد نه وای، یا به روسان د افغانستان واکمن وو او یا به امریکایان په واک کې پاتې کېدل. خو د هیواد د خلکو په مبارزه سره له اشغال څخه خلاص شو.
 
رویا حافظې ؛ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې وویل: موږ د اقتصاد د ودې او د ښځو د شرایطو له امله د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ یو.
 
نوموړي وویل چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ۷ میاشتو لپاره تړل شوې وه او د اسلامي امارت د چارواکو په مرسته یې بیا کار پیل کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کورنيو توليداتو او د ښځو د لاسي صنايعو نندارتونونه زيات شوي او د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbssb5grhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته