کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه

3 قوس 1403 ساعت 12:52

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان او افغانستان ګډ بازار ته د دغه وزارت د مشرتابه د سفر خبر ورکوي.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په ملتیا د افغانستان او ازبکستان د ازاد تجارت له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن اعلان وکړ چې الحاج عزیزي د دغه سفر په ترڅ کې له افغان او ازبک سوداګرو او د ګډ بازار له مسوولینو سره وکتل او د هغو مهمو مسایلو په اړه یې د نظر تبادله وکړه چې د دواړو هېوادونو فوري پاملرنې ته اړتیا لري.

عزيزي د ​​سوداګريزو همکاريو پر پياوړتيا او شته ننګونو باندې د ټينګار تر څنګ افغان او ازبک سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى اندېښنو ته به لومړيتوب ورکړل شي او ورته به رسيدګي وشي.

د کارپوهانو په اند د ګډ بازار رامنځته کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره يو مثبت ګام ګڼل کېږي.

د دوی په وینا، دغه مارکیټ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ټینګښت نقطه ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د حجم له زیاتوالي سره مرسته کولی شي.

همدارنګه د هېواد اوسېدونکو هم د دغه فرصت هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ازبکستان د ترمز ښار ته له ویزې پرته سفر کول او له دغه مارکېټ څخه پېرېدل د دوی لپاره یوه نوې تجربه وه.

دا اسانتیا د هیواد اتباعو ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره د ازبکستان له بازارونو څخه د اړتیا وړ محصولات واخلي او د توکو په انتخاب کې د ډیری ډولونو څخه ګټه پورته کړي.


د مطلب کود: 301066

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301066/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزیر-افغانستان-ازبکستان-له-ګډ-بازار-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net