کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوبو او انرژۍ د مدیریت د پروژو پلي کول د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دي

26 میزان 1403 ساعت 10:33

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشرې سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د پراختیا د پروژو پلي کول د افغانستان له اساسي اړتیاوو څخه دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف مصار د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رئیس سره وکتل. 
 
د انرژی او اوبو وزارت سرپرست په هیواد کې د انرژۍ او اوبو د پروژو حیاتی اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په اوسنیو شرایطو کې په هیواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د پراختیا د پروژو تطبیق د خلکو له لومړنیو اړتیاوو څخه دی.
 
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو نړیوالو بنسټونو هیله کوي، چې له افغان ولس سره د انرژۍ د پراختیا او د اوبو رسولو په پروژو کې نه یوازې په ژمنو، بلکې په عمل کې هم مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د عامه پروژو په برخه کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخو کې یې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.


د مطلب کود: 298758

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298758/د-اوبو-او-انرژۍ-مدیریت-پروژو-پلي-کول-خلکو-له-اساسي-اړتیاوو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.net