دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 298758
د اوبو او انرژۍ د مدیریت د پروژو پلي کول د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دي
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشرې سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د پراختیا د پروژو پلي کول د افغانستان له اساسي اړتیاوو څخه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف مصار د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رئیس سره وکتل. 
 
د انرژی او اوبو وزارت سرپرست په هیواد کې د انرژۍ او اوبو د پروژو حیاتی اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په اوسنیو شرایطو کې په هیواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د پراختیا د پروژو تطبیق د خلکو له لومړنیو اړتیاوو څخه دی.
 
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو نړیوالو بنسټونو هیله کوي، چې له افغان ولس سره د انرژۍ د پراختیا او د اوبو رسولو په پروژو کې نه یوازې په ژمنو، بلکې په عمل کې هم مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د عامه پروژو په برخه کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخو کې یې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.
https://avapress.net/vdcenv8wvjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته