کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د پیازو په حاصلاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی

26 میزان 1403 ساعت 10:28

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات پنځه سلنه زیات شوي دي.


آوا – کابل: د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ورکړل شویو شمېرو له مخې، سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه څه باندې ۴۳ زره ټنه پیاز ترلاسه شوي، چې دا شمېر تېر کال ٤٠ زره او پنځه سوه پنځه شپيته ټنه وو.
 
د لوګر پياز ښه کيفيت لري او د کورني مصرف تر څنګ ځينو هېوادونو ته صادرېږي.
 
د يادونې ده، چې اوسمهال د پلازمېنې په بازارونو کې د يو کيلو کورني پياز بيه ١٢٠ افغانۍ ده.


د مطلب کود: 298756

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298756/په-لوګر-کې-د-پیازو-حاصلاتو-۵-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.net