افغان غږ خبری آژانس – کابل: د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ورکړل شویو شمېرو له مخې، سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه څه باندې ۴۳ زره ټنه پیاز ترلاسه شوي، چې دا شمېر تېر کال ٤٠ زره او پنځه سوه پنځه شپيته ټنه وو.
د لوګر پياز ښه کيفيت لري او د کورني مصرف تر څنګ ځينو هېوادونو ته صادرېږي.
د يادونې ده، چې اوسمهال د پلازمېنې په بازارونو کې د يو کيلو کورني پياز بيه ١٢٠ افغانۍ ده.