کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د صنعتکارانو ستونزی حلوي

19 میزان 1403 ساعت 12:51

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس او یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی ستونزې د وزارت له خوا حل کېږي.


آوا: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ خونې له رئیس شیرباز کمین زاده سره وکتل.
 
په دې کتنه کې چې د ولایتونو صنعتکارانو هم حضور درلود، خپلې ستونزې او ننګونې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د ستونزو په هواري کې یې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د ​​دوى د فعاليتونو ستونزې او ننګونې واورېدې او ويې ويل: يادې ستونزې دې وزارت ته په ليکلي ډول د حل په موخه ولېږل شي، تر څو يې د حل لارې چارې ولټول شي. 
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد صنعتکارانو د ٢٤ ساعته برېښنا له نشتوالي او حکومت ته د زياتو مالياتو له ورکولو شکايت کړى و.


د مطلب کود: 298339

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298339/د-صنعت-او-سوداګرۍ-وزارت-هېواد-صنعتکارانو-ستونزی-حلوي

آوا
  https://www.avapress.net