کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي

29 سنبله 1403 ساعت 14:39

سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.


آوا: د هرات د والي ویاند مفتي یوسف سعیدي پېښه تاییدوي او وايي، چې د دغه ولایت په زاول ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو پاسو موټر له يوه ۵۸۰ ډوله موټر سره ټکر وکړ.
 
د هرات د والي وياند زياته کړه: لومړني رپوټونه ښيي چې زيات سرعت او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د دغې پيښې احتمالي عوامل دي.
 
هرات په وروستیو کلونو کې د هېواد په لوېدیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې ترافيکي پېښې پکې رامنځته کېږي.


د مطلب کود: 297096

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297096/په-هرات-ولایت-کې-د-ترافيکي-پېښې-له-امله-يوې-کورنۍ-نهه-غړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net