کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوه کورني شرکت او د هغې د چینایي شریکانو علاقه چې د انرژۍ او بریښنا د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي

17 سنبله 1403 ساعت 15:43

د یوه کورني شرکت مسوولینو او د هغوی چینایي شریکانو د انرژۍ او اوبو وزارت د پانګونې د جذب له رئیس سره په کتنه کې له باد، لمریزې، د ډبرو سکرو او د برېښنا د تولید له بندونو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت د پانګونې جذب رئیس داد محمد زرمتي، د حسیب صافي عاشوري له مسوولینو او د هغه له چینايي همکارانو سره وکتل.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ياد شوي شرکت مسوولينو او د هغې چينايي همکارانو له باد، لمريزې برېښنا، ډبرو سکرو او د برېښنا د توليد له بندونو څخه د انرژۍ د توليد په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتيا څرګنده کړه.
 
په دې کتنه کې د پانګونې د جلب او جذب رييس د ياد شوي شرکت له مسوولينو سره د انرژۍ د توليد په پروژو او د برېښنا د توليد د بندونو په برخه کې د پانګونې د زمينې د برابرولو په خاطر د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو وروسته د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.


د مطلب کود: 296471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296471/د-یوه-کورني-شرکت-او-هغې-چینایي-شریکانو-علاقه-چې-انرژۍ-بریښنا-تولید-په-پروژو-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com