کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميانو کې د ترافيکي پيښې له امله ١٧ تنه ټپيان شول

16 سنبله 1403 ساعت 11:36

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.


آوا: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن له غرمې وروسته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فلانکوچ ډوله یو مسافر وړونکي موټر له یوه بل موټر سره ټکر شوی دی په لاره کې چپه او چپه شو چې له امله یې د موټر ۱۷ تنه سپرلۍ ټپیان شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د یکاولنګ ولسوالۍ په کامرک کلي کې شوې ده. په ټپيانو کې د دريو تنو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوى دى.
 
د پېښې لامل د موټر چلوونکي ګړندیتوب او بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
په دې وروستیو اونیو کې په دې ولایت کې څو نورې ترافیکي پېښې هم شوي دي.


د مطلب کود: 296410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296410/په-باميانو-کې-د-ترافيکي-پيښې-له-امله-١٧-تنه-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com