کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزیلند سره لوبه کوي

14 سنبله 1403 ساعت 14:52

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن ماسپښین له نیوزیلند سره لوبه کوي، د فوتسال ملي لوبډله تردی مخکي کویټ او د ګواتیمالا پر وړاندې یې بریا خپله کړي وه.


آوا: د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټینینټل کپ په سیالیو کې خپله دریمه لوبه له نیوزیلنډ سره وکړي.
 
د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه د کابل پر وخت د ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې ترسره کېږي.
 
د فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ په خپله دویمه لوبه کې کویت ته ۳-۴ ماتې ورکړه.
 
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتیمالا ته ۴-۵ ماتې ورکړه.


د مطلب کود: 296347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296347/د-فوټسال-ملي-لوبډله-نن-له-نیوزیلند-سره-لوبه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com