کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ د هوايي بریدونو دوهمه څپه / روسانو د دونیتسک په ښار کې یو بل کلی کنټرول کړ

6 سنبله 1403 ساعت 19:51

د اوکراین ولسمشر اعلان وکړ چې د روسیې د بریدونو په دویمه ورځ ۸۱ بې پیلوټه الوتکې او ۱۰ کروز او بالستیک توغندي کارول شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. له بلې خوا د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد پوځ د اوکراین له پوځ سره د نښتو په ترڅ کې د دونیتسک د «اورلیوکا» کلی تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.


آوا: د اوکراین ولسمشر اعلان کړی، چې د روسیې د بریدونو په دویمه ورځ ۸۱ بې پیلوټه الوتکې او ۱۰ کروز او بالستیک توغندی کارول شوی، چې له امله یې ۴ تنه وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوی دی.
 
ویل کېږي چې د مسکو په نویو بریدونو کې د اوکراین لږ تر لږه ۱۵ بېلابېل ولایتونه په نښه شوي. د روسي سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې مسکو د اوکراین په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه هېواد د پوځ اړوند د انرژۍ بنسټونه په نښه کړي دي.
 
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ د اوکراین له پوځ سره د نښتو په ترڅ کې د دونیتسک د «اورلیوکا» کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
 
د کرسک په سرحدي سیمه کې د روسیې په خاوره کې د اوکراین د پوځ له شتون سره سره، په هیواد کې دننه د اوکراین پر پوستو د روسیې پوځي بریدونه دوام لري.
 
تر دې مخکې د روسیې د وسله والو ځواکونو د سیاسي-پوځي څانګې مرستیال اعلان کړی و چې پوځ توانېدلی د کرسک په سیمه کې دوه نور ښارګوټي د اوکراین له منګولو ازاد کړي.


د مطلب کود: 296001

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296001/د-اوکراین-په-ختیځ-کې-روسیې-پوځ-هوايي-بریدونو-دوهمه-څپه-روسانو-دونیتسک-ښار-یو-بل-کلی-کنټرول-کړ

آوا
  https://www.avapress.com