کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ولایت له پخواني ګنج څخه د کندهاري سړک د پخولو کار بشپړ شو

6 سنبله 1403 ساعت 19:41

د هرات ښاروالۍ د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د لسمې او څوارلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د کندهار له شمال او جنوب څخه تر ګنج صیب پورې د سړک د څاګانو او اسفالټ چارې بشپړې کړې.


آوا: د هرات د ښاروال مرستیال مولوي جلال الدین حقدوست وايي، د هرات ښار په لسمه او څوارلسمه ناحیه کې د سړکونو پخولو او د دوه کیلومترو په اوږدوالي د څاګانو کیندل پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
 
د هرات ښاروال د پروژې له بشپړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د ښاروالۍ د ټولو پرمختیايي پروژو د کار د کیفیت په اړه د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکړ.
 
په همدې حال کې د اړوندو سيمو اوسېدونکو د دغې پروژې له بشپړېدو څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د ښار د پراختيا په برخه کې د هرات ښاروالۍ فعاليتونه او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او يو ځل بيا يې د دغه رياست له ټولو پروګرامونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
 
دغه پروژه په شپږو میاشتو کې بشپړه او عملي بڼه خپله کړه.


د مطلب کود: 295998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295998/د-هرات-ولایت-له-پخواني-ګنج-څخه-کندهاري-سړک-پخولو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com