کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا وزارت:

تر دې دمه په هیواد کې د مونکیپوکس کومه شکمن یا مثبته پیښه نه ده راپور شوې

6 سنبله 1403 ساعت 11:54

وروسته له هغه چې په کابل او پکتیا کې د مونکي پوکس دوه شکمنې پېښې ثبت شوې، د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د سه شنبې په ورځ سلام وطندار ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت به د مونی پوکس یوه شکمنه یا مثبته پیښه اعلان کړي.
 
تر دې مخکې یو شمېر رسنیو د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي وو، چې په کابل او پکتیا کې د مونکي پوکس دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
 
د عامې روغتیا چارواکو نږدې یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې دوی د منکی پوکس د خپریدو مخنیوي لپاره کار کوي.
 
تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د مونکي پوکس پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د منکی پوکس خپریدل یو روغتیایی بیړنی حالت اعلان کړی او وایی د ویروس نوی فشار په خپریدو دی.


د مطلب کود: 295974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295974/تر-دې-دمه-په-هیواد-کې-د-مونکیپوکس-کومه-شکمن-یا-مثبته-پیښه-نه-ده-راپور-شوې

آوا
  https://www.avapress.com