کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت سیاسي کمیسیون: له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو

5 سنبله 1403 ساعت 15:24

د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون په خپله وروستۍ غونډه کې چې پرون ماښام ترسره شوه له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په ښو اړیکو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون په خپله وروستۍ ناسته کې چې پرون ماښام ترسره شوه، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ.
 
د ارګ پاڼې په X ټولنیزه شبکه کې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون د غونډې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې حالات او پرمختګونه وارزول شول.
 
یاده غونډه د اسلامي امارت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر مشرۍ لاندې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
 
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان مطیع او د کورنیو چارو د وزیر ورور انس حقاني په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود.
 
د دغه کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب د اصولو په رعایت سره د یوه خپلواک هیواد په توګه له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.


د مطلب کود: 295928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295928/د-حکومت-سیاسي-کمیسیون-له-ټولو-ګاونډیانو-سره-ښې-اړیکې-غواړو

آوا
  https://www.avapress.com