کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کندهار له کروندګرو سره مرسته کوي

5 سنبله 1403 ساعت 9:53

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر د کندهار د والي له مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې غواړي له کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي.


آوا: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشرې روزا اوتنبایوا د کندهار ولایت له مرستیال والي سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يوناما مشر د کندهار له مرستيال والي ملا محمد صادق انقلابي سره وکتل او ويې ويل، چې غواړي په دغه ولايت کې له کروندګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې دکندهار مرستيال والي ده ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل چې دغه اداره بايد په دغه ولايت کې دبنسټيزو پروژو دتطبيق او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
 
کندهار ولایت ته د یوناما د مشر سفر د اسلامي امارت له لوري د خیر د حکم او له بدو د منع قانون له لاسلیک وروسته کېږي.


د مطلب کود: 295884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295884/ملګري-ملتونه-د-کوکنارو-بدیل-کښت-په-برخه-کې-کندهار-له-کروندګرو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com