کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار صنعتکاران غوښتنه کوي چې د صنعت وزارت دې د دوی ستونزې هوارې کړي

31 اسد 1403 ساعت 13:17

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان وکړ، چې د کندهار ولایت یو شمېر صنعتکارانو خپلې ستونزې او ننګونې د دغه وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه.


آوا: د اسلامی امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کندهار ولایت له یو شمیر صنعتکارانو سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د کندهار ولایت صنعتکارانو خپلې ستونزې او ننګونې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.
 
له بلې خوا نورالدين عزيزي د ​​هغوى ستونزې واوريدې او ويې ويل: خپلې ستونزې مو په ليکلي ډول شريکې کړئ، تر څو ستاسو ستونزې له اړوندو ادارو سره حل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر صنعتکارانو له دولت څخه د وړيا ځمکې غوښتنه کړې وه.


د مطلب کود: 295665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295665/د-کندهار-صنعتکاران-غوښتنه-کوي-چې-صنعت-وزارت-دې-دوی-ستونزې-هوارې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com