کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوغارون آزادې سوداګرۍ سیمه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو منلو ته چمتو ده

29 اسد 1403 ساعت 10:37

د ایران د دوغارون د آزادو سوداګریزو-صنعتی زون اجراییوی رییس وایی: د ګارنیزیون له خوا د دوغارون د آزاد تجارتی-صنعتی زون په تصویب سره د افغانستان پولې ته څېرمه دغه سوداګریزه سیمه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو منلو ته چمتو ده.


آوا: د دوغارون د آزادې سوداګرۍ د صنایعو اجراییوي رئیس محسن پور احمدي وايي، د دوغارون ځمکنۍ لار د افغانستان او ایران تر منځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه او د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره د ارتباطاتو د پله حیثیت لري.

احمدي وويل: دغه سيمه د افغانستان له لارې د نړۍ په بازارونو کې د شتون لپاره يو فرصت بلل کيداى شي او دغه موضوع په دې سرحدي سيمه کې د کار په لټه کې ځوانانو ته د دايمي کار موندنې په برخه کې ستر رول لوبوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د دوغارون د آزادې سوداګرۍ او صنایعو د سازمان اجراییوي مشر دې ته په اشارې سره چې افغانستان د ایراني توکو یو مصرف کونکی هیواد دی، په دوام وویل: له افغانستان سره د دوغارون نږدېوالی کولای شي په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو کچه زیاته کړي.

احمدي په وینا، اقتصادي فرصتونه د ایران لپاره زرین ظرفیت ګڼل کیږي او په مختلفو برخو کې د هغه پیاوړتیا په ملي کچه د ټولو چارواکو هماهنګۍ ته اړتیا لري او په عین حال کې باید د اقتصاد په پراختیا کې غفلت ونه کړو. 

هغه څرګنده کړه: د دوغارون د آزادې سیمې لومړی فاز چې په ۲۵۴ هکتاره ځمکه کښې پلان شوی او په دغه اقتصادی مرکز کښې د پانګوالو د شتون او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده اوس د ایران او بهرنیانو منلو او ملاتړ ته چمتو دی. 

د دوغارون د آزادې سوداګریزې-صنعتي حوزې د ادارې اجرایوي رییس وویل: د اتو زرو او اوه سوه هکتاره مساحت لپاره د دوغارون د آزادې سوداګریزې-صنعتي حوزې د جوړولو پلان په پام کې نیول شوی چې د ساختماني چارو د پیل د اسانتیا او ګړندیتوب په خاطر د لومړي پړاو کې 254 هکتار په کچه پلي کیږي.

احمدي زیاته کړه: د دوغارون سرحدي ګمرک چې څه دپاسه ۱۱۰ کاله لرغونتوب لري، د ایران له پنځو سترو اقتصادي او فعالو ګمرکونو څخه دی او اوسمهال د ایران او افغانستان د پولو تر منځ له زرو څخه زیات ایراني او افغاني لارۍ تګ راتګ کوي.


د مطلب کود: 295508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295508/د-دوغارون-آزادې-سوداګرۍ-سیمه-کورنیو-او-بهرنیو-پانګوالو-منلو-ته-چمتو-ده

آوا
  https://www.avapress.com