کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کي د ترافیکی پيښي له امله ١٩ تنه ټپيان شوي دی

7 اسد 1403 ساعت 10:54

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۹ تنه ژوبل شوي دی.


آوا: د پروان سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د جبل سراج ولسوالۍ د اشبه پل په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.
 
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار کلید ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو فلانکوچ موټر د پروان ولایت له شینوارو ولسوالۍ څخه د چاریکارو ښار ته روان و، چې له امله یې د عامو خلکو پر موټر چپه شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ تنه ټپيان شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپيان د ځايي اوسېدونکو او ځايي چارواکو په همکارۍ د چاريکارو ښار د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
چارواکي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تخنیکي ستونزې بولي.


د مطلب کود: 294259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294259/په-پروان-کي-د-ترافیکی-پيښي-له-امله-١٩-تنه-ټپيان-شوي-دی

آوا
  https://www.avapress.com