د افغانستان د سیاحتي ځایونو ملي کنفرانس د بدخشان پوهنتون له خوا د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د دریو ورځو لپاره پیل شو.
د بدخشان پوهنتون له خوا د افغانستان د سیاحتي ځایونو د ملي کنفرانس جوړول
6 جوزا 1403 ساعت 14:59
د افغانستان د سیاحتي ځایونو ملي کنفرانس د بدخشان پوهنتون له خوا د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د دریو ورځو لپاره پیل شو.
آوا - کابل: د بدخشان پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ د افغانستان د سیاحتی ځایونو په اړه ملی کنفرانس جوړ کړ چې په هیواد کې د ګرځندوی صنعت او سیاحت پر اهمیت بحث وکړی.
د دغه کنفرانس د پرانېستې په مراسمو کې د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم، د اقتصاد وزير دين محمد حنيف او يو شمېر دولتي چارواکو او علمي او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړى و.
د باختر آژانس د خبرله مخې: ټاکل شوې ده چې په دې درې ورځني کنفرانس کې د پوهنتون د استادانو له خوا د ګرځندوى د صنعت او د سيلانيزو ځايونو په اړه ٣٩ علمي مقالې وړاندې شي.
د مطلب کود: 290995