کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آمو سیند د نفتو له ساحې څخه د ورځې ۱۱۰۰ ټنو ته د نفتو استخراج

28 جدی 1402 ساعت 12:54

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت په هڅو سره د امو بحیرې د نفتو له حوزې څخه د ورځنیو نفتو د استخراج کچه ۱۱۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د آوا له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې د امو بحیرې د نفتو د استخراج کچه د پخوا په پرتله د پام وړ لوړه شوې ده.
 
د ښاغلي افغان په وینا اوس مهال د امو بحیرې د نفتو په ساحه کې د نفتو د استخراج ۱۸ څاګانې شتون لري چې له هغې څخه هره ورځ ۱۱ ټنه تېل استخراجېږي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت وياند زياته کړه، چې په دې سيمه کې د يو شمېر نورو څاګانو د کيندلو کار روان دى او د کار په بشپړېدو سره به له دې سيمې څخه د نفتو د استخراج کچه لوړه شي.
 
د کانونو وزارت ویاند همداراز ډاډ ورکړ چې د امو بحیرې د نفتو له حوزې څخه د نفتو او نفتو استخراج په دې برخه کې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پر ځان بسیا کېدو کې اغېزمن دی.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت دغه چارواکي دا هم وویل چې چینايي شرکت د نفتو د نورو څاګانو د کیندلو کار پیل کړی چې ډېر ژر به بشپړ شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت په دې وروستیو کې د امو سمندرګي له یوې چینايي کمپنۍ سره د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ.
 
د دغه قرارداد له مخې به په افغانستان کې د نفتو او نفتي توکو پروسس کېږي او د دغه قرارداد د شرایطو له مخې قراردادي شرکت په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
 
د تړون له مخې به په راتلونکو درېیو کلونو کې ټوله پانګونه ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي. دغه راز ویل شوي چې په دې پروژه کې ۳۰۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د امو بحيرې له نفتي حوزې څخه د نفتو د استخراج پروسه د روان کال د سرطان په مياشت کې په رسمي ډول پيل شوه.


د مطلب کود: 284445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284445/د-آمو-سیند-نفتو-له-ساحې-څخه-ورځې-۱۱۰۰-ټنو-ته-استخراج

آوا
  https://www.avapress.com