کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه په یوه ورځ کې زر تنه افغان کډوال شړل شوي

29 قوس 1402 ساعت 14:41

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له تېرې ورځې راهیسې له پاکستان څخه زر تنه افغان کډوال په زوره هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه د وږي په ۲۹مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې، د ۵۰۵ کسانو په ګډون ۹۱ کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې او د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو د نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. 
 
ویل شوي، چې د سپین بولدک د لارې د مسؤلینو له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ویشل شوي دي.
 
بل خوا د ننګرهار د تورخم سرحدي اداره وايي، چې له پاکستان څخه د ۴۹۵ کسانو په ګډون ۹۳ کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د تورخم سرحدي قوماندان په وینا، دغه کورنۍ په اجباري کمېټو کې له ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت د نړیوال سازمان له رئیس سره په کتنه کې په افغانستان کې له راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
 
د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له خوا په دغه هېواد کې د بې اسنادو کډوالو د اوسېدو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته هم د دغو کډوالو، چې ډېری یې افغانان دي، د اخراج لړۍ روانه ده.


د مطلب کود: 282561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282561/له-پاکستانه-په-یوه-ورځ-کې-زر-تنه-افغان-کډوال-شړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com