کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو شپږو مياشتو کې په کندز کې د ٦٦٠ کسانو نيول

28 عقرب 1402 ساعت 10:12

په کندز ولایت کې د اسلامي امارت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د غړو په ګډون ۶۶۰ تنه نیولي دي.


آوا - مزار شریف: د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ د اسلامي امارت مسؤلین وايي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په تیرو شپږو میاشتو کې د «افغان ملي مقاومت جبهې» د غړو په ګډون ۶۶۰ تنه نیولي دي.
 
په کندز کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه کسان د قتل، غلا، رشوت، اخلاقي فساد په ګډون په بیلابیلو جرمونو تورن دي. 
 
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، چې په دې موده کې يې د "افغان ملي مقاومت جبهې" درې غړي د ٢٤ ميله وسلو د کشف په تور نيولي دي.
 
خاکسار زياته کړه چې په دې موده کې له نيول شويو کسانو څخه ٣٣٢٨٥ ګرامه هيرويين، شيشه، چرس او ترياک ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 280635

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/280635/په-تېرو-شپږو-مياشتو-کې-کندز-د-٦٦٠-کسانو-نيول

آوا
  https://www.avapress.net