کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوش تپي کانال د ساتنې لپاره یو محافظتي قطعه جوړه شوې ده

27 عقرب 1402 ساعت 12:10

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د قوش تپې کانال د ساتنې او د هغو کسانو د ساتنې په موخه یې ځانګړې قطعه جوړه کړې، چې په تجهیزاتو یې په کار بوخت دي.


آوا - مزارشریف : د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د آوا خبریال د قوش تپې کانال د ساتنې په موخه د پوځي قطعې د جوړولو په اړه وویل: د قوش تپې کانال له دې امله چې ډېر لوی دی. د ملي پروژې د ساتنې په موخه د اسلامي امارت حکومت ځانګړې نظامي قطعه جوړه کړې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د قوش تپې د کانال په پروژه کې له سلګونو موټرو او وسايلو سره زرګونه کسان په کار بوخت دي، له همدې امله اړينه ده، چې د ساتنې ځانګړې قطعه جوړه شي.
 
مجاهد زیاته کړه: لوی ملي شرکتونه له خپلو کارکوونکو، کارګرانو او وسایطو سره هره ورځ د قوش تپې کانال د کار په پرمخ بیولو بوخت دي او د قوش تېګپې کانال د کار د ساتنې اړتیا د یوې ځانګړې نظامي قطعې له خوا احساس شوه او په دې برخه کې عملي اقدام شوی دی.»
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د قوش تپې کانال لومړی فاز د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو او د دغه کانال د دویم فاز کار په رسمي ډول پیل شو.
 
د قوش تپې کانال په افغانستان کې د اوبو تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي او د اسلامي امارت د چارواکو په وینا حکومت د دغه کانال په بشپړولو کې جدي دی.


د مطلب کود: 280569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280569/د-قوش-تپي-کانال-ساتنې-لپاره-یو-محافظتي-قطعه-جوړه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com