کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي دي

18 عقرب 1402 ساعت 10:55

د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یوه ښځه او یو لس کلن ماشوم وژل شوي دي.


آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوال ملا محمد حسین افتخاری وایی: نن چهارشنبه ( د عقرب ۱۷ مه) ماسپښین شاوخوا دوه بجې د چهاربولک په سیمه کې د جمعه بازار او جمعه بازار په کلیو کې د سخت باران له امله سیلابونه راوتلي چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
 
هغه زیاته کړه: "سیلاب د یوې بوډۍ میرمنې او یو لس کلن ماشوم ژوند اخیستی او امکان لري چې د مړو شمیر تر دې لوړ وي."
 
د سوزمه قلعه ولسوال وويل، چې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې او د يادو سيمو اوسېدونکي د کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو عاجلې همکارۍ ته اړتيا لري.
 
د سرپل ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ به له لومړنۍ سروې او سرشمېرنې وروسته پيل شي.
 
باید وویل شي، چې سرپل ولایت ۷ اداري واحدونه لري، چې د سرپل ښار، سوزمه قلعه، سانچارک، ګوسفندي، کوهستانات، بلخاب او صیاد ولسوالۍ شاملې دي.


د مطلب کود: 280073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280073/په-سوزمه-قلعه-ولسوالۍ-کې-د-سېلابونو-له-امله-يوه-ښځه-او-يو-ماشوم-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com