کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند: په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي

14 میزان 1402 ساعت 14:03

د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د ځنډولو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې په دغه هېواد کې به د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکړي.


آوا - کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي رسنیو ته ویلي چې په ډیلي کې له افغان دیپلوماتانو او په ممبۍ او حیدراباد کې له افغان کونسلګریو سره په تماس کې دی.
 
د سپوتنیک د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دغه وزارت تېره اوونۍ یو یاداښت ترلاسه کړی چې د افغانستان سفارت غواړي خپل فعالیتونه ودروي.
 
ښاغلي باغي زیاته کړه چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، چې د روان کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې به د دغه سفارت فعاليت بند شي.
 
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر هم د شنبې په ورځ په ایکس شبکه کې یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې سفارت د هند د حکومت ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، په ځانګړې توګه د سفارت د ډیپلوماټانو ویزې په خپل وخت نه دي تمدید شوي او د په هند کې د دې هیواد اتباعو ته د ډیپلوماتیکو خدماتو نشتوالی، د کارمندانو په شمیر کې کمښت او د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره د منابعو نشتوالی د هغه فعالیت بندوي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې د دې ادارې ټول فعالیتونه به د افغانستان اتباعو ته د عاجلو قونسلګرۍ له خدمتونو پرته، تر هغه وخته پورې ودرول شي چې سفارت کوربه هېواد ته نه وي سپارل شوی.


د مطلب کود: 277829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277829/هند-په-نوي-ډیلي-کې-د-افغانستان-سفارت-خپل-کار-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com