کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ماشومانو د ساتنې بنسټ د لوږې له بحران سره د مبارزې غوښتنه وکړه

4 سرطان 1401 ساعت 12:11

د ماشومانو د ساتنې بنسټ او جي ۷ اقتصادونو په مشرانو غږ کړی چې د نړۍ د لوږې بحران سره د مبارزې لپاره د څو ملیارد ډالرو مرستې کڅوړې ته ژمن شي.


آوا، د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان مشرې ګاریلا وایجمن پرون جمعه (سرطان ۳) له دغو هېوادونو وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې د نړیوالې لوږې د ننګونې په اړه خبرې وکړي.
 
وایجمن زیاته کړه: "نړۍ د ۲۱ پیړۍ د لوږې ترټولو لوی نړیوال ناورین سره مخ ده." د ماشومانو لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده، او په میلیونونو کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د کافي غذايي موادو د برابرولو لپاره مبارزه کوي."
 
هغي ددي یادونه هم وکړه چې د اوکراین کړکیچ نړیواله لوږه لا پسې زیاته کړې، چي د خوراکي توکو کمښت او د بیو لوړیدو لامل شوي دي.
 
د ماشومانو د ساتنې بنسټ په جي ۷ هبوادونو باندې غږ کړی چې په سمدستي او جدي توګه د نړۍ د خوارځواکۍ سره مبارزه وکړي، او د نړۍ ترټولو زیان منونکي ماشومانو او میرمنو سره د مرستې لپاره د سمدستي او اساسي دریځ وکړي او د څو ملیارد ډالرو مرستې کڅوړې ته ژمن شي.
 
د یادوني وړ ده، چي پر اوکراین د روسیې له یرغل سره نړۍ د لوږې له خورا سخت بحران سره مخ ده.
 


د مطلب کود: 254752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254752/د-ماشومانو-ساتنې-بنسټ-لوږې-له-بحران-سره-مبارزې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com