فراه کې د واټ تهڅېرمه یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې د شپږو ولسي وګړو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
فراه ولایت کې چاودنه؛ د شپږو مُلکیانو په ګډون اته تنه وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سنبله 1398 ساعت 16:44
فراه کې د واټ تهڅېرمه یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې د شپږو ولسي وګړو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محبالله محب وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
محب زیاتوي چې دا پېښه نن (یکشنبې د وږي په ۱۰مه) د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وینا، چې د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان دوه ساتونکي هم په دغې چاودنه کې وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې دا ماین په تازهګۍ سره د طالبانو له خوا د اناردرې ولسوالۍ د عمومي واټ تهڅېرمه خښ کړل شوی و.
خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 190860