کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله کابل ته د CIA مشر د سفر په اړه خبر ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس (آوا , 16 اسد 1396 ساعت 13:47


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کابل ته د امریکا د استخباراتو یا د CIA مشر د سفر په اړه خبر ورکړ.

نوموړې نن د وزیرانو په شورا په غوڼده کې د وینا پر مهال وویل، چې د CIA مشر تیر اونی کابل ته راغلي و.

اجرائیه رئیس عبدالله زیاته کړه، چې د CIA مشر د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلی دی.

د ښاغلي عبدالله په وینا، نوموړې هم د امریکا د استخباراتو مشر سره د کتني په ترڅ کې دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړي دي.

د ملي یواوالي حکومت اجرائیه رئیس د امریکا د دغو کتنو په اړه نور جزئیات ورنه کړل خو د امریکا د استخباراتو مشر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان لپاره د نوې تګلارې په جوړېدو بوخت دي.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس عبدالله وویل، چې د افغان حکومت چارواکي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له یوه پلاوې سره هم کتلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوه اړخیز همکاریو خبرې اترې شوي.


د مطلب کود: 147797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147797/عبدالله-کابل-ته-د-cia-مشر-سفر-په-اړه-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com