کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د سېلاب ځپلو لپاره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه مزارشريف ښار ته ورسېده

6 جوزا 1403 ساعت 10:00

په مزارشریف ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال وویل د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو په دوام کښې پرون د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې رسولو دوهمه الوتکه راورسیده.


آوا - مزارشریف: د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال حامد رضا احمدی چې په مزارشریف ښار کښې استوګن دی، د آوا خبریال ته وویل: د اسلامی جمهوریت د بشری مرستو په دوام کښې له نېکه مرغه پرون د افغانستان د شمالي ولایتونو له سېلاب ځپلو سره د مرستې دوهمه الوتکه د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ته ورسېده او اړوندو چارواکو ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د سیلاب ځپلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو په دوهمه جوپه کښې درمل، خیمې، غالۍ، کمپلې او خوراکی مواد شامل دی.

احمدي ویلي؛ د ایران ولسمشر او د هغه د ملګرو له خوا د ایت الله رئیسی د شهادت له غمیزې سره سره، موږ نه غواړو چې د افغانستان سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ودروو او ډېر ژر به د مرستو دریمه جوپه ولېږو. 

ده وويل: د ايران دولت او خلک تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په سختو شرايطو کې له دغو مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته کوي او دغه بهير به دوام ومومي.

په عین حال کښې د دغه هیواد د حکومت چارواکو او وزیرانو د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او مونږ د اسلامی جمهوریت له خلکو او چارواکو څخه مننه کوو. د ایران

د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ (د جوزا ۳ مه) د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ته ورسیده او د هیواد چارواکو ته وسپارل شوه.


د مطلب کود: 290948

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/video/290948/د-هېواد-سېلاب-ځپلو-لپاره-ايران-بشري-مرستو-دويمه-جوپه-مزارشريف-ښار-ته-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.net