کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سردار محمد داوود خان روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو د کار د منع کولو اوازې بې اساسه دي

20 جدی 1401 ساعت 14:35

د سردار محمد داوود خان روغتون يو شمېر ښځينه ډاکټرانې وايي، چې د ځينو رسنيو له خوا د دوى پر فعاليتونو د بنديز لګولو اوازې بې بنسټه دي او د پخوا په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکوي.


آوا - کابل: د سردار محمد داوود خان د روغتیایی روغتون یو شمېر ډاکټرانې وایی، د ځینو رسنیو له خوا په دغه روغتون کې د دوی له کار کولو د منع کېدو اوازې بې اساسه دی.
 
دغو ډاکټرانو د افغانستان ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د نارینه ډاکټرانو تر څنګ هره ورځ د خلکو د خدمت په موخه خپلو کارونو ته دوام ورکوي او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د دوی د فعالیتونو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نه دی رامنځ ته شوی.
 
د سردار محمد داوود خان روغتون د کابل ښار یو له هغو دولتي روغتونونو څخه دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال به یې یوازې په نظامي برخه کې خدمات وړاندې کول، خو اوس په ملکي او نظامي برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
 
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې د افغانستان اسلامي امارت د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ښځینه ډاکټرانې له دندې منع کړي دي.
 


د مطلب کود: 263649

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/263649/په-سردار-محمد-داوود-خان-روغتون-کې-د-ښځینه-ډاکټرانو-کار-منع-کولو-اوازې-بې-اساسه-دي

آوا
  https://www.avapress.com