کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو کس په کابل کې ځان یې د پاسپورټ رئیس معرفي کاوه + ویډیو

9 عقرب 1401 ساعت 10:41

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، یو کس چې ځان یې د پاسپورټ رئیس معرفي کاوه او تر دې عنوان لاندې یې له خلکو پیسې اخیستې، نیول شوی دی.


آوا: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت یو ویډیویی ټیپ خپور کړی او اعلان یې کړی چې یاد شوی کس کله ځان د پاسپورت ریاست د رئیس په توګه او کله هم د پاسپورت ریاست د مرستیال په توګه معرفي کړی او له خلکو څخه یې په دې ډول پیسې اخیستې.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شوی کس جمیل نومېږي، چې د خلکو له شکایت او د کورنیو چارو وزارت له تعقیب وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 260348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/video/260348/یو-کس-په-کابل-کې-ځان-یې-د-پاسپورټ-رئیس-معرفي-کاوه-ویډیو

آوا
  https://www.avapress.com