د محرم د میاشتې په رارسیدو او د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام د ماتم د ورځو په رارسیدو سره په کابل ښار کښې د هغه مینه وال د حسینی ماتمونو په حلقو کښې په ګډون سره دغه ورځې لمانځي .د دغه ښار د اوسیدونکو په وینا، محرم د خپلواکۍ او آزادۍ د شعارونو د ویلو تر ټولو ښه وخت دی.