-
امریکا کې یو تورپوستی دفاع وزارت ته غوره شوی
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن غواړي په لومړي ځل یو تورپوستی جنرال د دغه هېواد د دفاع وزیر وټاکي.
-
څېړنه: په افغانستان کې د امریکا د پوځي ونډې کمښت ملکي تلفات زيات کړي
د امریکايي پوهنتونونو یوه څېړنه ښيي، وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په جګړو کې پوځي ونډه کمه کړه، په دې هېواد کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.
-
له افغانستانه د امریکا د وتلو په هکله د دغه هېوا د کانګرس اقدام
په افغانستان کې له پنځ زره څخه دوه نیم زرو ته د امریکايي سرتېرو د کموالي په هکله د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له حکم وروسته، اوس د امریکا قانون جوړونکي له افغانستانه په بیړه د وتلو د مخنیوي لپاره لاس په کارشوي دي.
-
کندهار کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.