کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار ولايتي ادارې له لوري د مجاهدينو د بري ۲۲مه کليزه د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 ثور 1393 ساعت 17:53


ياده غونډه ، چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه په پيل کې د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين خبرې وکړې او د غونډې ګډونوال ته يې د مبارکۍ ترڅنګ وويل ، چې دا د مجاهدينو قربانۍ وې ، چې کمونیستي دولت لمنځه لاړه،اتحاد جماهير شوروي دړې وړې او د کمونيزم مفکوره د تل لپاره محوه او د بطلان کرښه پرې راښکل شوه.
لودين وويل ، چې په هېواد کې مو د ټولو غميزو او بدبختيو عامل د ۱۳۵۷ کودتا وه.
نوموړي وويل ، د کمونستانو د حکمرانۍ پرمهال شپږ مليونه خلک وطن پرېښودو ته مجبور شول ، دوه مليونه شهيدان ، او ګڼ شمېر خلک معيوب او همدا شان د شوروي اتحاد د يرغلګر پوځ ديارلس زره پوځيان ووژل شول او پنځه ديرش زره ټپيان او درې سوه د مجاهدينو په لاس اسيران شول ، چې په پايله کې شوروي اتحاد ړنګ او د افغاني مجاهدينو د جهاد او قربانيو په برکت د شوروي امپراتوري ړنګه او په لسګونه نور هېوادونه هم پرلپسې د دوی څخه خپله ازادي ترلاسه کړه .
ښاغلي لودين وويل ، چې له نيکه مرغه د نن څخه ۲۲ کاله وړاندې د ثور په اتمه نېټه د کمونستانو ټغر ټول او مجاهدين بريالي شول.
د دمجاهدينو طالبانو او ديمکراسۍ دورو باندې هم رڼا واچوله ويې ويل ، چې په دې وروستيو دولسو کلونو کې زمونږ حکومت ډيرې لاسته راوړنې درلودې ، چې په هېواد کې مو جمهوري رياست ، پالماني او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره او اساسي قانون جوړ شو ، په هېواد کې مو ملي ملي پوځ جوړ او ملي کرنسۍ مو په نوې بڼې چاپ او ښې باثباته د چال چلند وړ وګرځېدې.
د ننګرهار والي د غويې اتمې په نمانځغونډه کې په ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو ټولنې باندې يو ځل بيا غږ وکړ ، چې زمونږ په هېواد کې د سولې د راتګ او ډاډمن امنيت د راوستلو په برخه کې د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورپسي د پخواني جهادي قوماندان او د ولايت پخواني مرستيال ډاکتر محمد اصف قاضي زاده د شهيدانو د روح دعا ترڅنګ وويل ، چې جهاد د دې لپاره تر سره شو ، چې دلته به امن راشي خو حالات بل طرف ته لاړل .
هغه وويل ، چې افغانستان اوس په حساسو مرحلو کې دی باید سره يو لاس او يو موټی شو ترڅو يو غښتلی افغانستان ولرو او روانو بدبختيو ته د پای ټکی کيږدو.
ورپسې په ختيځ زون کې د حزب اسلامي دفتر مشر معلم عبدالعلي هم د جهاد په کارنامو رڼا واچوله او وې ويل ، چې دمجاهدينو له برکته د برلين دېوال ړنګ شو ، شوروي اتحاد ټوټې – ټوټې او زمونږ هېوادوال هم په سرو وينو ولمبيدل ، چې دبېلګې په ډول د هرات او د کنړ کرياړې او د کابل د چيندول د شهيدانو يادونه ضروري بولم .
بيا د خوګياڼو قومي مشر محمد امان خيري د شهيدانو د کورنيو په استازولۍ د ولايت مالي او اداري رئيس قریب الله هجرت ، د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي عزيز الرحمن ، د معلولينو په استازۍ امير جان کوټوال او د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم او نورو څو تنو په خپل وار خبرې وکړې وه يې ويل ، چې افغانستان ته دې د بدبختيو د راوستلو عاملين د محکمې ميز ته راښکل شي .
قومي مشر امان خيري په خپلو خبرو کې وويل ، چې افغانستان د افغانانو ګډ کور ده ، ده له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه ، چې د غصب مخنيوي ترڅنګ دې په دې ولايت کې دامنيت ټينګښت لپاره نورې هلې ځلې هم وکړي.
مالي او اداري رئيس قریب الله هجرت د کمونستانو د وخت حکومت يې وغانده او وه يې ويل ، چې دوی په نظام او حکومت کې کمزوري اشخاص مقرر کړي وه ، مجاهدينو نه تنها خپل هېواد ته يې نجا ت ورکړ بلکې ټولې نړۍ ته يې نجات ورکړ.
په غونډه کې د ختيځ زون ديني علماو کرامو ، جهادي قوماندانانو ، ملکي او نظامي چارواکو ، مدني ټولنو استازو ، اهل هنودو او په جلال باد کې د ګاونډيو هېوادونو کونسلګرانو ، د شهيدانوا ومعلولينو وارثانو او د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو او مجاهدينو ګډون درلود.
د غونډې په وروستۍ برخه کې يو شمېر هغو معيبينو ته چې دجهاد پرمهال يې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي د ولايت لخوا ورته برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې او په همدې حال کې د معیوبينو له لوري د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين او د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال ته د اعزاز لونګۍ ورکړل شوې.


د مطلب کود: 90463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/90463/د-ننګرهار-ولايتي-ادارې-له-لوري-مجاهدينو-بري-۲۲مه-کليزه-يوې-شاندارې-غونډې-په-ترڅ-کې-ونمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com