دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 193639
افغانستان ته د سارک همکاریو سازمان درې مهم ریاستونه ورکړل شول
افغانستان د سویلي اسیا د همکاریو یا سارک سازمان د دریو مهمو برخو مشري او ریاست ترلاسه کړ.
 په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري وايي، دا پرېکړه د سریلانکا په کولمبو ښار کې د سارک غړو هېوادونو د استازو په ګډه غونډه کې شوې ده.
 نوموړی وايي، افغانستان ته د رایو په اکثریت د سارک د مرکزي پلاوي د مدیریت، د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې او د سارک سازمان د ښځو د سوداګرۍ برخې ریاستونه سپارل شوي دي: (( همدا راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خیرالدین مایل د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مرستیال وټاکل شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عبدالمقیم افغان د سارک سازمان د فرهنګي مرکز مشر وټاکل شو.))
 ښاغلی حیدري زیاتوي سره له دې چې افغانستان د تپل شوې جګړې له کبله زیات تاوانونه لیدلي دي، خو په سارک سازمان کې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.
د حیدري په خبره د سارک سازمان د ګڼو څانګو مشري او ریاستونه د دوه کلونو لپاره وي او دوی به هڅه وکړي چې افغانستان ته په دې دوه کلونو کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.
https://avapress.com/vdcgww9qyak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته