کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کي ۱۷ تنه وسلوالو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

24 میزان 1398 ساعت 9:50


په زابل کي د خالد ۹۸ په چوکاټ کي د شهید عبدالرازق په نامه پیل سوو عملیاتو کي تر دا مهاله ۱۷ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات چي د ۲۰۵ اتل قول اردو د پرسونل په شمول د ګډو امنیتي ځواکونو، هوايي ځواک او توپچي ضربو په مرسته پر مخ وړل کیږي، تر دې مهاله پکښي ۱۳ تنه وسلوال طالبان وژل سوي او د طالب وسلوالو ددوو قومندانان موسي زي او قومندان ننګیالي په شمول ۴ تنه ژوبل سوي دي.

دغه عملیات د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ په شرقي او غربي سیمو کي ترسره سوي دي.
 


د مطلب کود: 193220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/193220/زابل-کي-۱۷-تنه-وسلوالو-طالبانوته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com