کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندي اوپاکستاني ځواکونوپه تازه نښتو کې درې تنو پاکستاني پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې

18 میزان 1398 ساعت 18:04

د پاکستان پوځ وایي چې د کشمیر پر وېشونکې پوله د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.


د پاکستان پوځ وایي چې د کشمیر پر وېشونکې پوله د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د پوځ په وینا په دې پېښه کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند په یو بیان کې ویلي چې هندي عسکرو د کشمیر پر وېشونکي پوله په بروه او چیري کوټ سیمو کې یو ځل بیا له اوربنده سرغړونه کړې ده.
د هغه په خبره په ځوابي برید کې یې د هندي پوځ دوه پوستې ویجاړې کړې او تر پنځو پورې عسکر هم وژل شوي دي.
هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم په همدې سیمه کې د هندي پوځیانو په برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي وو.


د مطلب کود: 192859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192859/هندي-اوپاکستاني-ځواکونوپه-تازه-نښتو-کې-درې-تنو-پاکستاني-پوځیانوته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com