دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 192773
د افغانستان اسلامي بانک کندهارکي خپله څانګه پرانيستل
د اسلامي بانک د څانګي د پرانيستي لپاره  په يوه خصوصي صالون کي مراسم نيول سوي وه، چي پکښي ددې بانک مسولينو، سوداګرو او ګڼ شمېر کسانو برخه اخيستې وه.
په کندهار کي د افغانستان د اسلامي بانک د محصولاتو او فعاليتونو د څانګي د پرانيستي پرمهال ددې بانک دبازار موندني رئيس محمد سليم رحيمي وویل، چي بانک يې د خپلو مشتريانو لپاره بشپړه اسلامي بانکي خدمات وړاندي کوي.
دی وايي، چي اسلامي اصولو ته ژمنتيا يې دبانکي خدماتو لومړيتوب دی، چي په وينا يې د کندهار اوسېدونکي کولای سي د افغانستان اسلامي بانک د کندهار څانګي له خدماتو ګټه واخلي.
د پرانيستي مراسمو ته د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال عبدالباقي بنا او ملي سوداګر عتيق الله احمدي هم خبري وکړې او په کندهار کي د افغانستان اسلامي بانک د څانګي پرانيستنه يې د کندهاريانو لپاره ښه خبر وباله.
دوئ دواړو د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د افغانستان اسلامي بانک ټول بانکي او مالي خدمات له اسلامي اصولو سره سم دي او دا يې د اسلامي بانکدارۍ د پياوړتيا او په کندهار کي د پانګوني لپاره ښه موقع وبلل.
د يادوني وړ ده، چي د مراسمو په وروستيو کي ګډونوالو د افغانستان اسلامي بانک د فعالیتونه په اړه ددې بانک له مسولينو څخه د ازاد بحث په شکل پوښتني هم وکړې، چي دمسولينو له لوري ورته قناعت کوونکوي جوابونه ورکول سول.
https://avapress.com/vdcefw8zxjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته